الجـــــــهاد فی سبیل الله
اوکرین څوک نا اراموی لیکوال عببید تنویر
ساعت 18:22 | بازدید : 762 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

اروپايي اتحادیه غواړي چې اوکراین ، مولداوی ، بلاروس ، ارمنستان ، ازاربایجان اوګرجستان چې دقفقاز په سیمه کې واقع دي ،ځانته نیږدي اوتودي تجارتي اوسیاسي اړیکي ورسره ولري ، دغه یادهیوادونه یووخت دپخواني شوروي اتحادپه سیطري کې شامل واودساړه جنګ ترپايته پوري دمسکوترمستقیم نفوذ لاندې چلیدل .

دهمدې روان کال دنومبرپه ۲۸او۲۹نیټه دلیتوانیاپه پلازمینه ( ویلنیوس) کې اروپايي اتحاديي دپورته موخو دترلاسه کولوپه خاطرناسته ترسره درلوده اوپه خاص ډول له یادوهیوادونوڅخه تمه درلوده ،چې له اروپاسره یوازادتجارتي تړون لاسلیک کړي ،خواوکراین یې په ځغرده مخالفت وکړ، دغه کار داروپايي اتحاديي هیلوته لویه مایوسي واړوله.

له بل لوري داوکراین زیات وګړي اودپارلمان نیمايی استاځي له واکمنو سره په دې اخ ډوب پیل کړ اوخبره یې خونړيو اعتراضونوته ورسوله ، چې ولې واکمن دروسي په ځای له اروپاسره تودو اړیکو او تجارت ته ترجیح نه ورکوي.

دشنونکوپه اندپه اوکراین کې دوه مهم علتونه شتون لري چې دنوموړي هیوادوګړي یې سره ویشلي دي چې یو علت یې داخلي اوبل یې هم خارجي دي .

داخلي مشکل ددې باعث ګرځیدلی چې نوموړي هیوادته سیاسي بې ثباتي اوپراخ ارج مرج راولی ، اوکراین چې 7/603 زره کلومتره مربع مساحت لري اوله فرانسي ورسته داروپایی اتحاديي دوهم لوی هیواد بلل کیږي ، ۴۵میلونه وګړي لري ، په دې معناچې له المان ،انګلستان ، فرانسي اوایټالیاڅخه دنفوسو په لحاظ اوکراین څلورم هیواد ګڼل کیږي .

خودجغرافيي له نګاه نه اوکراین دشرق له لوري له غرب اواروپاسره نښلي ، یعني داوکراین شرقي ایالتونه اوښارونه چې دنوموړي هیواد ۷۰فیصده ناخالص تولیدات ټاکي ،وګړي یې اوس هم دغرب اواروپاپرځای له روسیی سره نیږدي والی غواړي اوتیارندي چې غرب اواروپایی په تولیداتوخیټه واچوي

داوکراین په شرقي برخوکې لاهم روسيي فرهنګ اوژبه حاکمه ده ، له بل لوري په مذهبي لحاظ شرقي اوکراینیان دارتدوکس دهغې کلیساپیروان دي چې روسي رنګ پرې غالب اومسلط دی .

داوکراین غربي منطقه بیاد( نیپر) ښی ساحلي اړخ کې قرار لري چې پولي یې له لهستان اواسلواکیا سره تړاونیسي، داوکراین دغربي منطقې وګړي بیا له شرقي وګړو برعکس غربګرااوپه کله ددې غوښتونکي دي چې له غرب اواروپاسره اړیکي اوتماس ولري ، دوي په مذهبي لحاظ بیادکاتولیکي کلیساپیروان دي .

داوکراین دخلکودغه قومي ، مذهبي ، اوهویتي توپیرونه هم که پرځای پریښودل شي ، یوبل مهم عامل چې دشرقي اوغربي اوکراین دخلکو ترمنځ یې شدیداختلافونه رامنځته کړي ، هغه دشرقي اوکراین مساعد اودپام وړ اقتصاددی ، ځکه دشوروي اتحاد په مهال زیاتره صنعتي ، کرهنیز اودتولیدمراکز په شرقي برخه کې تاسیس اوجوړشوي ، همدغه لامل دی چې غربي اوکراین تل په دغه حالت ناخوښ وي اوداعتراضونوسرچینه یې هم له همدغه ټکي څخه پیلیږي اوله تیرو دولسیزو راهیسي همیش داوکراین دشتمنیود مساوي ویش اوعدالت غوښتني په ډاګه کوي .

خوله دغو دو داخلي ستونزواورقابتونوسره سره یوخارجي بعداورقابت هم شته چې داوکراین خلک یې سخت په کړاو کې ساتلي اودیته یې نه پریږدي چې نوموړی هیواد ترقي وکړي اودهوسايی ګډ ژوندسره ولري ،چې هغه دروس اوغرب لاسوهني اوزورازمايی دي .

روسیی ته داوکراین اهمیت په دې کې دي چې نوموړی هیواددتوري بحیري یوشمیرمهم سواحل اوبندرونه لکه «سواستوپل» او«اودسا» په اختیارکې لري ، داهغه بندرونه دي چې پخواني شوروي اتحاد به دخپلوبحري بیړیوپه برخه کې مهمه استفاده ترینه کوله اواوس هم یوډول استفاده له همدغوبندرونوڅخه په اسانی کولای شي ، په بل اړخ کې بیا اوکراین دګازواوتیلومهمه اړتیا له روسيي څخه پوره کوي

غرب اوپه خاص ډول امریکا بیا په دې موخه چې اوکراین دروسيي له دام اواغیزنه راوباسي له ډیرې مودې راهیسي په اوکراین لاس کش کوي اوپه نړیوالوغربي ، اقتصادي ، امنیتي اوسیاسي تړونونوکې یې په عضویت مني

خلاصه داچې داوکراین داخلي سیمه ییز( شرقي اوغربي ) کشمکش اودروسيي اوغرب ترمنځ استراتیژیکه سیالي اومداخلي ،هغه ښکاره دلایل اووجوهات دي چې داوکراین سیاسي ثبات اوداخلي همغږی یې سخته زیانمنه کړي اوله یوې نه بلې ورځي ته یې داوکراین برخلیک ، پرمختګ اوسوکالي له پوښتنواوتیاریکیوسره مخ کوي .



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 926
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 926
بازدید ماه : 3802
بازدید کل : 97423
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 926
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 926
:: بازدید ماه : 3802
:: بازدید سال : 8780
:: بازدید کلی : 97423